تازه خبرونه ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

له حوثیانو سره پټې اړیکې، امریکا په یمن جګړه کې د سعودي له مستقیم پوځي ملاتړ ډډه کړې

کوټه(ویب نیوز) امریکا په یمن کې د حوثیانو د پرمختګ د مخنیوي لپاره د سعودي عربستان له مستقیم پوځي ملاتړ څخه ډډه کړې، په داسې حال کې چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د امریکايي چارواکو او د حوثیانو د مشرانو ترمنځ د لیدنې خبر هم خپور شوی دی. د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس هم له حوثیانو سره د مستقیمو اړیکو پخلی کړی دی. د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې حوثیانو ډاډ ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال اوربند لا هم پر ځای دی او په سره سمندر کې د امریکايي بېړیو د په نښه کولو اراده نه لري، خو له سعودي عربستان سره تړلې یا سعودي تېل لېږدوونکې بېړۍ یې احتمالي هدفونه بللي دي. بل لور ته، په لوېدیځ یمن کې د حوثیانو د پرمختګ او باب المندب کې د سمندري تګ راتګ د احتمالي ګواښ له امله پر سعودي عربستان فشار زیات شوی چې له حوثیانو سره سیاسي خبرې وکړي. سعودي عربستان ادعا کړې چې حوثیانو مکې مکرمې ته یو ډرون استولی و چې د سعودي هوايي دفاع له خوا نسکور شوی، خو حوثیانو دا ادعا رد کړې او دروغ یې بللي دي. حوثیانو د سعودي ایف ۱۵ جنګي الوتکې د نسکورولو او د ارامکو د یوې تاسیساتو د په نښه کولو ادعاوې هم کړې، خو د دغو ادعاوو خپلواک شواهد نه دي وړاندې شوي.