مقامی ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیه راکمه شوې

کوټه(ویب نیوز) په نړیوال بازار کې د خامو تېلو په بیو کې د پام وړ کموالی ثبت شوی دی. د برېنټ خام تېلو بیه ۳.۳۷ سلنه راکمه شوې او ۱۰۵.۱۰ ډالرو فی بېرل ته رسېدلې، په داسې حال کې چې د امریکا د خام تېلو بیه هم ۳.۹۰ سلنه کمه شوې او ۱۰۱.۷۰ ډالرو فی بېرل ته راټیټه شوې ده. بل لور ته، نن په پاکستان کې د لوړ سرعت ډیزلو بیه په هر لیټر کې ۵ روپۍ او ۶۲ پیسې او د پټرولو بیه ۶ روپۍ او ۸۸ پیسې لوړه شوې ده.