مقامی ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

په کوټه کې د سولې، زغم او بین المذاهب همغږۍ لپاره خبرې اترې وشوې

کوټه(ویب نیوز) د کوټې په میتھوډسټ کلیسا کې د سولې، زغم، متقابل درناوي او د بېلابېلو مذهبونو او مذهبي ډلو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې وشوې، چې د بېلابېلو مذهبونو، دیني ډلو، مذهبي مشرانو، ټولنیزو فعالانو او نورو ټولنیزو قشرونو استازو پکې ګډون وکړ. په غونډه کې د ملي میراث او کلتور وفاقي وزیر اورنګزیب خان کاکړي، صوبايي وزیر میر ظهور بلیدي او ډاکټر سمیه راحیل قاضي په ګډون ګڼو شخصیتونو ګډون وکړ. ویناوالو د مذهبي او کلتوري تنوع د درناوي، متقابلې اړیکې، خبرو اترو او زغم پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. ګډونوالو وویل چې د دوامدارو خبرو اترو او ګډو ټولنیزو فعالیتونو له لارې د غلط فهمیو کمول، ورورولۍ ته وده ورکول او د یوه سوله‌ییز ټولنې جوړول ممکن دي.