تازه خبرونه ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

پټرول لږ ارزانه، ډیزل بیا ګران شو

کوټه(ویب نیوز) اوګرا د پټرولیم محصولاتو د نویو بیو خبرتیا خپره کړې، چې له مخې یې د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۴۳ پیسې کمه شوې او نوې بیه یې ۳۹۰ روپۍ او ۷۹ پیسې ټاکل شوې ده. د لوړ سرعت ډیزلو بیه بیا په هر لیټر کې ۳ روپۍ او ۴۷ پیسې لوړه شوې او نوې بیه یې ۴۲۴ روپۍ او ۹۲ پیسې ټاکل شوې ده. د اوګرا په وینا، نوې بیې به د سپټمبر له ۱۸مې څخه عملي شي.