کوټه(ویب نیوز) د پټرولیم څانګې د اعلامیې له مخې په هېواد کې د سپټمبر له ۱۹مې تر ۲۱مې پورې د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۱ روپۍ او ۶۵ پېسې او د ډیزلو بیه ۸۸ پېسې راکمه شوې ده. له کموالي وروسته د پټرولو نوې بیه ۳۸۹ روپۍ او ۱۴ پېسې، په داسې حال کې چې د ډیزلو بیه ۴۲۴ روپۍ او ۴ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده. اوګرا د یادو درېیو ورځو لپاره د پټرولیم محصولاتو د اېکس ډیپو بیو کې بدلون راوستی دی.
