کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي منشي نواب محمد ایاز خان جوګیزي په مشرۍ د کوټې ولسوالۍ مشورتي جرګه د شالکوټ مېرج هال په تالار کې ترسره شوه، چې د ګوند مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال، مرکزي منشي ډاکټر حامد خان اڅکزي او نورو مشرانو پکې ګډون وکړ. جرګې ته په ویناوو کې نواب ایاز خان جوګیزي، عبدالرحیم زیارتوال او ډاکټر حامد خان اڅکزي په پښتونخوا وطن کې د روانې ناامنۍ، د ملي او صوبايي لویو لارو د ناامنۍ، د طبیعي معدني، اوبو او ځنګلي سرچینو په اړه د ستونزو او د ولس د محرومیتونو په اړه خبرې وکړې. ویناوالو وویل چې د بنو جرګې څخه تر اوسه د جنوبي پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو او ډویژنونو کې د جرګو په اعلامیو او پرېکړه لیکونو کې د ولس ستونزې او د حل لارې وړاندې شوې، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله ستونزې لا پېچلې شوې او د خلکو محرومۍ زیاتې شوې دي. نواب ایاز خان جوګیزي وویل چې د صوبايي او مرکزي حکومتونو له لوري د روانو مبینه زیاتیو د مخنیوي غوښتنه د پښتونخوا وطن د هر وګړي او ځوان غوښتنه ګرځېدلې ده. نوموړي فساد د ادارو د کمزوري کېدو مهم لامل وباله او ویې ویل چې د فساد د ختمولو لپاره باید اغېزمن اقدامات او د قانون له مخې سزا یقیني شي. جرګې یوه کاري کمېټه هم جوړه کړه چې د ولسوالۍ د مشر تر څارنې لاندې به فعالیت کوي. ګډونوالو وویل، که د جرګې اعلامیې او پرېکړه لیکونه له پامه وغورځول شي او د پښتنو پر ضد د مبینه یو اړخیزو تګلارو او د ناامنۍ د رامنځته کولو هڅې دوام وکړي، نو کاري کمېټه به د اساسي قانون، سیاسي او ولسواکه اصولو له مخې د مبارزې تګلاره جوړه کړي. مشورتي کاري کمېټې نواب ایاز خان جوګیزي ته د اجرائیوي شورا د ټاکلو واک هم ورکړی او تمه ده چې نوموړی به یې ډېر ژر اعلان کړي، چې وروسته به اجرائیوي شورا د بېلابېلو چارو لپاره کمېټې جوړوي.
