تازه خبرونه ۱۸ ستمبر ۲۰۲۶

پنجاب ته د هند پر ځای له پښتونخوا او بلوچستان څخه د خطر خبره د اندېښنې وړ ده، اصغر اڅکزی

کوټه(ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي ویلي چې پنجاب ته له هند څخه د خطر پر ځای له پښتونخوا او بلوچستان څخه د خطر خبره حیرانوونکې او د غندنې وړ ده او دا ډول څرګندونې د پښتنو او بلوڅو د محرومیت احساس زیاتولی شي. نوموړي وویل چې له ترهګرۍ او ناامنۍ څخه تر ټولو زیات پښتانه او بلوڅ ولسونه اغېزمن شوي، نو د تورونو پر ځای د ستونزو د حل او مانادارو خبرو اړتیا ده. پښتانه او بلوڅان د خپلې ژبې، کلتور، قومي شناخت، سرچینو او سیاسي حقونو د ساتنې حق لري. د نویو اداري واحدونو په جوړولو کې باید تاریخي، قومي، کلتوري او جغرافیایي حقیقتونه له پامه ونه غورځول شي. د سرچینو عادلانه وېش، صوبايي خودمختاري او د ځايي خلکو قانوني حقونه باید یقیني شي. عوامي نېشنل ګوند د ټولو قومونو د مساوي حقونو، د اساسي قانون د بالادستۍ، حقیقي جمهوریت او عدم تشدد د سیاست ملاتړ کوي.