کوټه(ویب نیوز) په کوټه ښار کې د پټرولیم توکو د بیو د لوړوالي له امله خلک له وړاندې له سختو ستونزو سره مخ دي، خو بل لوري ته د ایران څخه د راتلونکو پټرولو او ډیزلو د بیو د هره ورځ د لوړېدو شکایتونه هم کېږي. د ښاریانو په وینا، د کوټې په نږدې ټولو مهمو سړکونو او کوڅو کې د ایراني پټرولو خرڅلاو عام دی او له دې سره سره چې پټرول په کافي اندازه موجود دی، بیې یې پرلهپسې لوړېږي، چې له امله یې د بېوزلو او منځني قشر ستونزې زیاتې شوې دي. ښاریان وايي چې د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ادارو ته لارښوونه کړې وه چې د ایراني پټرولو بیې دې له ټاکلي حد څخه لوړې نه شي، خو بیا هم د بیو د زیاتوالي شکایتونه کېږي. د کوټې ښاریانو له وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي او د کوټې له مرستیال کمېشنر څخه غوښتنه کړې چې د ایراني پټرولو د بیو د هره ورځ د لوړېدو سمدستي نوټس واخلي، د بازار څارنه اغېزمنه کړي او د ټاکلو بیو عملي کېدل یقیني کړي، څو له وړاندې د ګرانۍ ځپلو خلکو ته اسانتیا برابره شي.
