کوټه(ویب نیوز) د کوټې په سبزل روډ کې نامعلومو وسله والو پر یوه موټر ډزې کړې دي چې په پایله کې یې د اکاونټنټ جنرل (اې جي) دفتر کارکوونکی غیور بزدار بلوچ په ځای کې وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، پېښه په سبزل روډ کې هغه مهال وشوه چې نامعلومو وسله والو موټر په نښه کړ. د پېښې له خبر وروسته پولیس او د قانون پلي کوونکو ادارو سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل، او د وژل شوي کس مړی د قانوني او طبي چارو لپاره روغتون ته ولېږدول شو. پولیس وايي، د پېښې د انګېزې معلومولو لپاره یې له بېلابېلو اړخونو تحقیقات پیل کړي او د تورنو کسانو د نیولو لپاره چاپې وهي.
