تازه خبرونه ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

ایران افغانستان ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا برابرولو ته چمتووالی وښود

کوټه(ویب نیوز) د افغانستان د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال د ایران د انرژۍ له وزیر عباس علي‌آبادي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا، پاکو څښاک اوبو او فاضله اوبو د تصفیې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د ایران د انرژۍ وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې همکاریو ته چمتو دی او د افغان تخنیکي کادرونو د روزنې او مسلکي ظرفیتونو لوړولو کې به هم مرسته وکړي. هغه زیاته کړې چې ایران د افغانستان د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره دغه هېواد ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه پورې برېښنا برابرولو زمینه مساعدولی شي. مولوي احمدجان بلال د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو پر پیاوړتیا او د ګډو پروژو پر عملي کولو ټینګار کړی دی. نوموړي په تهران کې د اوبو او فاضله اوبو د تصفیې له لویو تاسیساتو څخه هم لیدنه کړې ده.