کوټه(ویب نیوز) د دوکۍ ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د پېښې له امله مولاداد د خدائې رحیم زوی کان کیندونکی مړ شوی دی. د پاکستان یونایټډ ورکرز فېډرېشن مشر شیر محمد کاکړ، عمومي منشي ملا محمد شاه شاهیزي او مرستیال حیات خان لوني د پېښې پر وړاندې خواشیني او اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د دوکۍ د ډبرو سکرو کانونه د کارګرانو لپاره په خطرناکو ځایونو بدل شوي دي. دوی له حکومت او د کانونو له ادارې د ټولو کانونو د سمدستي خوندیتوب ارزونې، د کانونو د قوانینو د عملي کولو، د ګازو د معلومولو عصري وسایلو او حفاظتي تجهیزاتو برابرولو، د ناامنه کانونو د بندولو او د پېښو د شفافو څېړنو غوښتنه وکړه. فېډرېشن د وژل شوي کان کیندونکي کورنۍ ته د مالي مرستې او کارګرانو ته د حفاظتي روزنې پر برابرولو هم ټینګار وکړ.
