تازه خبرونه ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

د معیاري روغتیايي خدمتونو برابرول د حکومت لومړیتوب دی: بخت محمد کاکړ

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ ویلي چې ولس ته د معیاري او عصري روغتیايي خدمتونو برابرول د حکومت لومړیتوب دی. نوموړي وویل چې په دولتي روغتونونو کې د درملنې، درملو، طبي وسایلو، ډاکټرانو او نورو اسانتیاوو د ښه والي لپاره اقدامات کېږي او ځانګړې پاملرنه لرې پرتو سیمو ته ده، څو خلک د عادي درملنې لپاره لویو ښارونو ته له تلو بې‌نیازه شي. هغه وویل چې د روغتونونو فعالیت، روغتیايي اسانتیاوې او د ولس شکایتونه به په دوامداره توګه ارزول کېږي او د اړتیا په صورت کې به نور اقدامات هم وشي.