تازه خبرونه ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

د هرمز تنګي له لارې سوداګري په تېرو ۶ میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې، د امریکا د پوځ ادعا

کوټه(ویب نیوز) د امریکا مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې چې په تېرو دوو اوونیو کې د هرمز تنګي له لارې د خام تېلو، کارګو او مایع طبیعي ګازو لېږد زیات شوی او د سوداګرۍ حجم د تېرو ۶ میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. قوماندان اډمیرل برېډ کوپر ویلي چې امریکايي پوځ په دوو میاشتو کې د هرمز تنګي له لارې د یو میلیارد بېرلو څخه د زیاتو تېلو په لېږد کې مرسته کړې او له ۲ زرو څخه زیاتو سوداګریزو بېړیو ته یې امنیت برابر کړی دی. هغه هرمز تنګی له سمندري ماینونو پاکه اوبه‌لاره بللې او ویلي یې دي چې امریکا له سیمه‌ییزو شریکانو سره د هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره کار کوي او د برید کوونکو بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې د یوه نوي ګډ واحد د جوړولو چارې روانې دي.