کوټه(ویب نیوز) امنیتي ځواکونو د «ردالفتن درې» عملیاتو په ترڅ کې د بلوچستان په پنجګور او چاغي ولسوالیو کې د امنیتي سرچینو په وینا ۱۱ ترهګر وژلي دي. سرچینې وایي، د پنجګور په ګوارګو او امین آباد سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۵ او د چاغي په سیاه چنګ سیمه کې ۶ ترهګر وژل شوي دي. د عملیاتو پر مهال له وژل شویو کسانو څخه په لویه کچه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي او په سیمو کې د لټون او تصفیې نور عملیات روان دي.
