کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د مواصلاتو او تعمیراتو وزیر میر سلیم خوسه ویلي چې په ټولو ولسوالیو کې د روانو پرمختیايي پروژو څارنه کېږي او هڅه کېږي چې د پرمختیايي بودجې ګټې د ولس اړتیاوو ته په کتو ټولو سیمو ته ورسېږي. نوموړي وویل چې د سړکونو ښه شبکه د سوداګرۍ، کرنې، روزګار او اقتصادي فعالیتونو لپاره مهمه ده او لرې پرتې سیمې به هم د پرمختیا په بهیر کې شاملې شي. میر سلیم خوسه اړوندو چارواکو او انجنیرانو ته د پروژو د کیفیت او پر وخت بشپړېدو د څارنې سپارښتنه کړې او ویې ویل چې په پرمختیايي کارونو کې به غفلت ونه زغمل شي.
