مقامی ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

په سند کې د ۶ اداري واحدونو د جوړېدو هڅې روانې دي، فاروق ستار

کوټه(ویب نیوز) د متحده قومي موومنټ پاکستان مرکزي مشر ډاکټر فاروق ستار ویلي چې په سند کې به ان شاءالله ۶ اداري واحدونه جوړ شي. هغه په کراچۍ کې رسنیو ته وویل چې د ایم کیو ایم د ډسټرکټ سنټرل څانګې له خوا ولسي لاریون کېږي چې موخه یې د ولس د حقونو لپاره مبارزه ده. فاروق ستار په سند کې پر فساد او کمزورې ادارې نیوکه وکړه او ویې ویل چې کله په یوه صوبه کې حکومتي نظام ډېر خراب شي، نو د واک لېږد اړین ګرځي.