مقامی ۱۹ ستمبر ۲۰۲۶

په چاغي کې سرپرست اېس اېچ او ګل شاه د وسله والو له خوا د تښتول کېدو شک

کوټه(ویب نیوز) د چاغي بازار له بس اډې څخه نامعلومو وسله والو د چاغي پولیسو د تاڼې سرپرست اېس اېچ او او اې اېس آی ګل شاه د تښتولو ادعا شوې ده. د پولیسو سرچینې وایي، څلورو وسله والو په یوه خاکي رنګ لینډ کروزر کې بس اډې ته ورغلل او ګل شاه یې په زور له ځان سره بوتلو. له پېښې وروسته پولیسو او نورو امنیتي ادارو سیمه محاصره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. پولیس وایي چې د نوموړي د خوندي موندلو لپاره هڅې روانې دي او د پېښې په اړه نورې پلټنې هم کېږي.