چاغي (سید سردار محمد خوندئی)
په چاغي کې یوه اندېښمنه امنیتي پېښه رامنځ ته شوې ده، چېرته چې د چاغي پولیس سټیشن قائم مقام ایس ایچ او اسسټنټ سب انسپکټر ګل شاه نامعلومو وسله والو کسانو تښتولی دی۔
د ځايي چارواکو په وینا دا پېښه د چاغي بازار د بس په اډه کې شوې ده۔ د پولیسو سرچینو وویل چې څلور وسله وال کسان په خړ رنګه ټویوټا لینډ کروزر موټر کې بس ټرمینل ته راغلل۔ په هغه وخت کې اې ایس آئی ګل شاه یوازې موجود وو، چې وسله والو په زور سره موټر ته پورته کړ او نامعلوم لوري ته یې وتښتاوه۔
د پېښې له خبرېدو سره سم پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو سمدستي کاروائي کړې، سیمه یې کلابنده کړې او د تورنو د نیولو او د تښتول شوي افسر د خوندي راخوشي کولو لپاره یې په لویه کچه د لټون عملیات پیل کړي دي۔
د چارواکو وینا ده چې د دې تښتونې پېښې پلټنې په هر اړخ روانه ده او په دې اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کېدو وروسته به رسنیو ته خبر ورکړل شي۔
