کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د نوشکي-خاران پر مرکزي لویه لاره ناپېژانده وسله والو کسانو د خاران مرستیال کمیشنر منیر احمد سومرو په مبینه توګه تښتولی دی.
د سرچینو د وینا له مخې، مرستیال کمیشنر منیر سومرو د خپل سکواډ سره یوځای له دفتره کور ته پر لاره و چې د نوشکي-خاران پر سړک مخکې نه په کمین کې ناستو، په پرمختللو وسلو سمبالو وسله والو یې لاره ونیوله. وسله والو د خاران مرستیال کمیشنر په زور له ځان سره یوړی او نامعلوم لوري ته وتښتېدل.
له پېښې وروسته په ټوله ولسوالۍ کې امنیت های الرټ کړل شوی، په داسې حال کې چې لیویز او نورو قانون پلي کوونکو ادارو سیمه کلابنده کړې او د تورنو کسانو د نیولو او د مرستیال کمیشنر د ژغورلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه د تښتونې مسوولیت هېچا په غاړه نه دی اخیستی او د ادارې له لوري تر اوسه رسمي بیان نه دی خپور شوی.
