اسلاماباد (وېب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر جنید اکبر ویلي، که په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج یا بیړنی حالت نافذ شي، پي ټي آی به له اسمبلۍ استعفاوې ورکړي او په ګوند کې د مشرتابه کمښت نشته. نوموړي د جیو نیوز په «کېپیټل ټاک» پروګرام کې وویل چې لانګ مارچ د وزیراعظم په غوښتنه نه دی پیل شوی او نه به د هغه په غوښتنه وځنډول شي، بلکې ګوند چې کومه دنده ورسپارلې وه، هغه یې ترسره کړې ده. جنید اکبر وویل چې د خبرو له لارې د حل لارې موندلو هڅه شوې، خو د ده په وینا د پي ټي آی غوښتنې په مذاکراتو کې شاملې نه شوې. هغه ټینګار وکړ چې پي ټي آی د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي او د ترهګرو د ملاتړ، له هغوی سره د خبرو یا مالي مرستې کولو غندنه کوي. نوموړي پر حکومت تور ولګاوه چې په خیبر پښتونخوا کې سیاسي فضا محدوده شوې او په صوبایي چارو کې لاسوهنه کېږي. جنید اکبر وویل چې په خیبر پښتونخوا کې امن او ثبات د دوی لومړیتوب دی او که حکومت ګورنر راج نافذ کړي، پي ټي آی به له اسمبلۍ څخه د استعفاوو پرېکړه عملي کړي.
