اسلاماباد (وېب نیوز) د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي چې حکومت د راتلونکو مذاکراتو لپاره ځای نه دی پرېښی، حال دا چې د سیاسي ستونزو د حل لپاره باید خبرې او سیاسي ژبه وکارول شي. نوموړي له یو شمېر اپوزیسیون مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ مذاکرات شوي، خو جمعیت علما اسلام په دغو خبرو کې برخه نه درلوده او له مذاکراتو سره هم مخالفت نه لري. هغه په هېواد کې د سیاسي اعتدال پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ټولو ګوندونو د کنفرانس جوړولو وړاندیز شوی، چې د اړوندو ګوندونو له مشورې وروسته به ګډه اجنډا او تګلاره وټاکل شي. مولانا فضل الرحمن وویل چې دوی د اساسي قانون او دولت تر څنګ ولاړ دي او ټول سیاسي قوتونه محب وطن دي. نوموړي زیاته کړه چې احتجاج کول د خلکو او سیاسي ګوندونو جمهوري حق دی، نو که تحریک انصاف غواړي اسلاماباد ته ورشي او خپل احتجاج ثبت کړي، باید په لاره کې یې خنډونه جوړ نه شي.
