کوټه (وېب نیوز) د برېتانیا اکانومېسټ مجلې د اکتوبر په پنځمه په یوه خپاره شوي تحلیلي راپور کې لیکلي چې د پاکستان د اوسنیو څلورو صوبو په کوچنیو صوبو وېشل ښايي د دغه هېواد پر سیاسي نقشه او د واک پر توازن اغېز وکړي. د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر غواړي چې د صوبو د وېش له لارې د هېواد د ادارې چارې اغېزمنې شي؛ خو د مجلې په تحلیل کې ویل شوي چې دا ډول بدلون ښايي د هغو سیاسي ګوندونو دودیز نفوذ هم کمزوری کړي چې په اوسنیو صوبو کې پیاوړې سیاسي اډې لري. راپور پنجاب د مسلم لیګ (ن) او سند د پاکستان پیپلز ګوند مهم سیاسي مرکزونه بللي او اټکل یې کړی چې د دغو صوبو وېش ښايي د یادو ګوندونو پر سیاسي دریځ اغېز وکړي. خو د نویو صوبو د جوړولو په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او د دې طرحې عملي کېدل سیاسي اجماع او د اساسي قانون د اړوندو پړاوونو بشپړېدو ته اړتیا لري. د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د اکانومېسټ د راپور په تړاو پوښتنه کړې چې ایا د صوبو د وېش موخه د پراخ ولسي ملاتړ لرونکې سیاسي اپوزېسیون ټوټه کول او پر هېواد د سیاسي واک پیاوړي کول دي؟ بلخوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د روان کال د جولای په ۳۰مه او د سپټمبر په پنځمه د نویو صوبو او اداري واحدونو د جوړولو لپاره د سیاسي اجماع پر اړتیا ټینګار کړی و. پاکستان اوس مهال پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان څلور صوبې لري، او د نویو صوبو جوړول د اساسي قانون او اړوندو پارلماني کړنلارو له بشپړېدو سره تړلي دي.
