کوټه (وېب نیوز) پاکستان تحریک انصاف د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن له خوا په هېواد کې د سیاسي ترینګلتیا کمولو د هڅو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان په اوسنیو شرایطو کې د سیاسي ټکرونو توان نه لري. د ګوند د ویاند په وینا، که مولانا فضل الرحمن په اوسنیو حالاتو کې مثبت او اغېزناک رول ولوبوي، نو دا به د هرکلي وړ ګام وي او تحریک انصاف به د هغه د هڅو ملاتړ وکړي. ویاند زیاته کړه چې هېواد اوس سیاسي بصیرت، زغم، جديت، مانادارو اقداماتو او خبرو اترو ته ډېره اړتیا لري، څو سیاسي اختلافات د مذاکراتو له لارې حل او ترینګلتیا کمه شي.
