کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ ویلي چې په پښتونخوا وطن کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره باید ټول سیاسي ګوندونه او ولس سره متحد شي او ګډ سیاسي تحریک پیل کړي. نوموړي د کوټې شار په سیمهییزه غونډه کې ویلي چې ناامني د خلکو پر ژوند، اقتصاد، کرنه او سوداګرۍ منفي اغېز کړی او په بېلابېلو سیمو کې د امنیت اندېښنې لا هم شته. هغه د سوداګریزو لارو د ستونزو یادونه کړې او د ګډ سیاسي پلان پر اړتیا یې ټینګار کړی دی. په غونډه کې کوټه شار په دوو سیمهییزو واحدونو ووېشل شو او له ۵۰ څخه زیاتو کسانو په ګوند کې د شاملېدو اعلان وکړ. ګوند د اکتوبر پر ۱۱مه په نواں کلی کې د ولسي غونډې د جوړېدو اعلان هم کړی دی.
