کوټه (وېب نیوز) د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل افریدي ویلي، علي امین ګنډاپور ته ناسم پوهاوی شوی او ده د هغه په اړه هېڅ خبره نه ده کړې. په پېښور کې رسنیو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل، د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر د لیدلوري له مخې په صوبه کې د پرمختیايي پروژو چارې روانې دي او پر دغو پروژو ۲۰۰ میلیارده روپۍ لګول کېږي. هغه زیاته کړه، له پېښوره تر ډېره اسماعیل خان پورې به موټروې جوړېږي او روان کال به د پرمختیايي کارونو کال وي. سهیل افریدي د خیبر پښتونخوا د ګورنر له خوا د غونډې رابلل غیرآئیني وبلل او ویې ویل، سیاسي ځواکونه ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کوي، خو دوی نهه میاشتې انتظار کړی دی.
