کوټه (وېب نیوز) د پاکستان طبي ټولنې، بلوچستان، د بولان مېډیکل کمپلېکس روغتون د نیورو سرجري څانګې له مشر پروفیسور مصطفیٰ وردګ سره د ناوړه چلند او ځورونې ادعا غندلې ده. د ټولنې په اعلامیه کې ادعا شوې چې د روغتون له ادارې سره تړلو ځینو کسانو له پروفیسور سره نامناسب چلند کړی او د خلکو په وړاندې یې سپکاوی کړی دی. د پاکستان طبي ټولنې له بلوچستان حکومته، د روغتیا له وزیر او د روغتیا له سیکرټر څخه غوښتنه کړې چې د پېښې او پخوانیو شکایتونو په اړه بېړنۍ او بېطرفه پلټنې وکړي او که څوک مسؤل ثابت شي، قانوني او اداري اقدامات دې پرې وشي.
