اسلاماباد (ویب نیوز) د وزیراعظم شهباز شریف او د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان د لیدنې جزئیات رسنیو ته رسېدلي دي. د سرچینو په وینا، مولانا فضل الرحمان د خېبر پښتونخوا د وضعیت د حل لپاره د ګورنر د واکمنۍ یا بېړني حالت پر ځای له پي ټي آی سره د خبرو اترو وړاندیز کړی دی. وزیراعظم نوموړي ته د حکومت د مذاکراتي هڅو په اړه تفصیلي معلومات ورکړي، په داسې حال کې چې مولانا فضل الرحمان له اپوزېسیون او پي ټي آی سره د مشورې لپاره وخت غوښتلی دی. تر دې وړاندې وزیراعظم له نوموړي سره ټیلیفوني اړیکه نیولې وه، د عمرې د ادا کولو مبارکي یې ورکړې وه او د وزیراعظم هاوس ته یې د لیدنې بلنه ورکړې وه.
