کوټه (وېب نیوز) د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي چې فدرالي کابینه به سبا پرېکړه وکړي چې په صوبه کې بېړنی حالت نافذ کړي، ګورنر راج ولګوي او که دواړه اقدامات ترسره کړي. نوموړي ویلي چې تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول کومه پرېکړه نه ده شوې او وروستی وضعیت به د فدرالي کابینې له پرېکړې وروسته څرګند شي. فیصل کریم کنډي زیاته کړې، که ګورنر راج ولګول شي، نو په ټوله صوبه کې به نافذ شي، خو په ځینو سیمو کې د بېړني حالت د اعلان اړتیا هم پېښېدای شي. هغه له پاکستان تحریک انصاف سره د نورو خبرو اترو امکان رد کړی او ویلي یې دي، که اعلیٰ وزیر د خپلو خلکو ساتنه نه شي کولای، نو استعفا دې ورکړي. د ګورنر په وینا، د تحریک انصاف یو شمېر کسان نیول شوي یا په خپله خوښه ځانونه نیولو ته سپاري. نوموړي ادعا کړې چې د تحریک انصاف مشران خبرو اترو ته چمتو نه دي او په تېرو وختونو کې یې هم له احتجاج او ګډوډۍ پرته خبرو ته لاره نه ده هواره کړې. خو په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت یا ګورنر راج د نافذولو وروستۍ پرېکړه به د فدرالي کابینې له رسمي اعلان وروسته معلومه شي.
