تازه خبرونه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶

په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت پر نافذولو هوکړه؛ د وفاقي کابینې د منظورۍ امکان

اسلام‌اباد (ویب نیوز) د سرچینو په وینا، په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت پر نافذولو هوکړه شوې او تمه ده چې وفاقي کابینه سبا سهار په ۹:۳۰ بجو په غونډه کې د دې پرېکړې منظوري ورکړي. د راپور له مخې، د تایید لپاره به د اکتوبر پر ۱۳مه د قامي اسمبلۍ او سېنېټ جلا جلا غونډې هم راوبلل شي. د ولسمشر آصف علي زرداري په مشرۍ غونډه کې وزیراعظم شهباز شریف، مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او نورو مشرانو ګډون کړی و. په غونډه کې د خېبر پښتونخوا د ګورنر فیصل کریم کنډي د امن او امنیت راپور وڅېړل شو. سرچینې وايي، په ضم شویو قبایلي سیمو په ګډون د صوبې په ۱۲ ضلعو کې د بېړني حالت پر نافذولو، د ولس د خوندیتوب لپاره د وفاقي واکونو پر کارولو او د اساسي قانون د ۲۳۲مې تر ۲۳۴مې مادې لاندې پر بېلابېلو لارو چارو بحث شوی؛ خو د بېړني حالت د نافذولو وروستۍ رسمي منظوري لا نه ده تایید شوې.