ژوب، شیراني (وېب نیوز)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو جمال خان مندوخېل، عبدالخالق ناصر، ډاکټر قطب الدین شیراني او عبیدالله حریفال ویلي چې د اکتوبر پر اوومه د ژوب په باز محمد شهید پارک کې د ډیموکراسۍ او وطن د شهیدانو د تلین په مناسبت جوړ شوی ستر ولسي غونډه د اساسي قانون، ولسواکۍ او ملي حقونو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو د هوډ څرګندونه وه. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې په غونډه کې د خلکو پراخ ګډون د ګوند د مشر، د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ د مشر او په ملي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون د مشر محمود خان اڅکزي پر رهبرۍ، سیاسي بصیرت او روانې ملي او ډیموکراتیکې مبارزې د ولس د باور او مینې څرګند ثبوت و. مشرانو زیاته کړې چې د پښتونخوا وطن خلک له خپلو ملي، سیاسي، اقتصادي او ډیموکراتیکو حقونو خبر دي او د هغو د ترلاسه کولو لپاره یې د سولهییزې، قانوني او ولسواکۍ پر بنسټ د مبارزې د دوام هوډ کړی دی. دوی د ژوب او شیراني ولسوالیو له ټولو ګډونوالو، مشرانو، ځوانانو، سیاسي فعالانو، د ډیموکراسۍ پلویانو، پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن او د غونډې له ټولو تنظیموونکو او کمېټو مننه کړې او د هغوی هڅې یې ستایلې دي. په اعلامیه کې راغلي چې په غونډه کې تصویب شوي پرېکړهلیکونه د ولس د ګډو احساساتو، هیلو او روا غوښتنو استازیتوب کوي؛ له همدې امله اړوند چارواکي او اساسي، اداري او ولسواک بنسټونه باید دغو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او د عملي کېدو لپاره یې اغېزمن ګامونه واخلي. د ګوند مشرانو یو ځل بیا ژمنه کړې چې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ به د اساسي قانون د برلاسۍ، د پارلمان د خپلواکۍ، د قانون د واکمنۍ، د عدلیې او رسنیو د آزادۍ، ولایتي خپلواکۍ، ټولنیز عدالت، ملي حقونو، د قومونو د برابرۍ پر بنسټ د رښتینې ډیموکراتیکې فېډرېشن، د پښتنو د ملي یووالي او د خپل وطن د دفاع او سوکالۍ لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
