کوټه (وېب نیوز) د آل پاکستان بس یونین مرکزي ویاند ظاهر شاه کاکړ او نورو مشرانو غوښتنه کړې چې د مسافر وړونکو ګاډو د شپني سفر بندیز او سخت وختمهالویش دې له سره وکتل شي. د دوی په وینا، پر لویو لارو د ټاکلي وخت له تېرېدو وروسته د ګاډو درول د ښځو، ماشومانو، سپینږیرو او نورو مسافرو لپاره ستونزې جوړوي او ټرانسپورټران هم مالي زیان ویني. هغوی له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د واقعي حالاتو له مخې عملي تګلاره جوړه کړي، غیرضروري درول ختم کړي او مسافرو ته خوندي او پر وخت سفري اسانتیاوې برابرې کړي.
