تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

د ګورنر راج پر ضد د تحریک انصاف احتجاج، د کوټې ـ چمن لویه لاره تړل شوې

کوټه (وېب نیوز) په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج پر ضد د تحریک انصاف بلوچستان کارکوونکو احتجاج وکړ او د کوټې ـ چمن لویه لاره یې د ترافیک پر مخ وتړله. احتجاج د صوبایي مشر داد شاه کاکړ په لارښوونه د کوټې ډویژن د پخواني مشر عارف کاکړ په مشرۍ ترسره شو، چې د قلعه عبدالله کارکوونکو هم پکې ګډون درلود. مظاهره‌چیانو وویل چې تر هغو به احتجاج روان وي، څو د ګورنر راج پرېکړه بېرته نه وي اخیستل شوې.