کوټه (وېب نیوز) د پارلماني چارو وفاقي وزیر طارق فضل چوهدري ویلي، چې په ټول خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت نافذ شوی او د ترهګرۍ له امله د سختو اغېزو لاندې د ۱۲ ضلعو لپاره ځانګړي انتظامات شوي دي. نوموړي د سما ټلوېزیون په «دوټوک» خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل، راپورونه شته چې وزیراعلیٰ سهیل اپرېدی په خوندي ساتنه کې دی، خو ده ونه شو کولای دا خبره تایید کړي. د هغه په وینا، ګورنر راج د دوو میاشتو لپاره نافذېږي او دوه ځله غځېدای شي، چې موده یې تر شپږو میاشتو رسېدای شي؛ خو بېړنی حالت به تر هغو دوام ولري، څو د هغه د نافذولو ټاکل شوي اهداف ترلاسه شوي نه وي. طارق فضل چوهدري وویل، د بېړني حالت پرېکړه له تېرو دوو تر دریو اوونیو راهیسې تر بحث لاندې وه او موخه یې په صوبه کې د امن ټینګښت او د ترهګرۍ له منځه وړل دي. نوموړي زیاته کړه، چې د ۱۲ اغېزمنو ضلعو منتظمین به وکولای شي خپل راپورونه مستقیماً وفاق ته هم وړاندې کړي، غیرضروري نیونې به نه کېږي او هغه کسان چې په قانوني قضیو کې مطلوب وي، د هغوی موضوع به جلا ارزول کېږي.
