تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

مولانا فضل الرحمان: په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج او بېړنی حالت پر ډیموکراسۍ ګوزار دی

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت د احتمالي پلي کېدو موضوع پر ډیموکراسۍ ګوزار بللې او ویلي یې دي چې ګوند به یې له ولس سره اړیکې ټینګې کړي او د پارلمان دننه او بهر به خپل رول ولوبوي. نوموړي په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، وزیراعظم شهباز شریف ورته د لیدنې او ماښامنۍ بلنه ورکړې وه. د هغه په وینا، د حکومت غوښتنه دا وه چې لومړی دې لانګ مارچ پای ته ورسول شي، خو د پاکستان تحریک انصاف غوښتنه دا وه چې تر هر څه مخکې دې د ګوند له بندي بنسټګر سره د لیدنې زمینه برابره شي. مولانا فضل الرحمان وویل، د منځګړیتوب پر مهال یې وزیراعظم ته ویلي وو چې لومړی به د تحریک انصاف له مشرانو سره خبرې وکړي. د نوموړي په خبره، له سهیل افریدي، بیرسټر ګوهر، شهرام ترکئي او اسد قیصر سره یې خبرې کړې او هغوی ویلي چې که غوښتنې یې ومنل شي، د لانګ مارچ ختمولو ته چمتو دي.