کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخېل د خیبر پښتونخوا د ګورنر راج په اړه ویلي چې د هغه په نظر وفاقي حکومت په دغه صوبه کې د اساسي قانون خلاف اقدام نه دی کړی. نوموړي ویلي چې د خیبر پښتونخوا سیاسي چارې له بلوچستان سره مستقیم تړاو نه لري. د هغه دا څرګندونې په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي او ګورنر راج په اړه د روان سیاسي بحث په ترڅ کې شوې دي.
