تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د بندولو اعلان وکړ، زیلینسکي هرکلی وکړ

کوټه (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو لپاره د سمدستي اوربند اعلان کړی دی. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د دې اوربند له مخې به دواړه هېوادونه د یو بل برېښناکوټونه، د برېښنا د لېږد سیستمونه او د انرژۍ نور بنسټیز تاسیسات د هوايي او توغندیزو بریدونو هدف نه ګرځوي. د اوکراین ولسمشر ولادومیر زیلینسکي د دې اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي، که روسیه پر اوربند عمل وکړي، اوکراین به هم ورته پابند وي. هغه زیاته کړې، که د ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ په دې اړه هوکړه شوې وي، نو د اوربند د پیل وخت دې روښانه شي، ځکه اوکراین یې منلو ته چمتو دی. خو د راپور له مخې، مسکو تر اوسه د دې اوربند د عملي کېدو پخلی نه دی کړی.