کوټه (وېب نیوز) پاکستان په راولپنډۍ کې د سیریز په دویمه شل اوریزه لوبه کې سریلانکا ته په ۸۲ منډو ماتې ورکړه او د درېیو لوبو په سیریز کې یې د ۰-۲ پرېکنده برتري ترلاسه کړه. پاکستان لومړی بیټنګ وکړ او د درېیو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې. معاذ صداقت په زړه پورې لوبه وکړه او ۹۶ منډې یې جوړې کړې، په داسې حال کې چې کپتان صاحبزاده فرحان ۷۳ منډې وکړې. د هدف په تعقیب کې د سریلانکا لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري عمران رندهاوا درې او سلمان مرزا دوه ویکټې واخیستې، صائم ایوب او ابرار احمد بیا یوه، یوه ویکټه ترلاسه کړه. د سیریز درېیمه او وروستۍ لوبه به د سېشنبې په ورځ ترسره شي.
