تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

په بولان کې د واده د کاروان پر موټرو او آلټو موټر سخت ټکر، اته کسان مړه او ۲۰ ټپیان

کوټه (وېب نیوز) د بولان په دربي سیمه کې د واده د کاروان د موټرو او یوه آلټو موټر ترمنځ په سخت ټکر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. مړي او ټپیان د ډهادر ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته لېږدول شوي، چېرته چې ټپیانو ته طبي مرستې ورکړل شوې دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، د یوه سخت ټپي د لا درملنې لپاره کوټې ته انتقال شوی دی. د پېښې له امله په سیمه کې د ویر او غم فضا خپره شوې ده.