کوټه (وېب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذېدو غندنه کړې او له وفاقي حکومت څخه یې غوښتي چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي. نوموړي پر ټولنیزې شبکې اېکس په خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په صوبه کې د بېړني حالت نافذول سیاسي تېروتنه او غیر ډیموکراتیک اقدام دی؛ د صوبايي خپلواکۍ په کمزوري کولو سره سوله نه شي ټینګېدای او د ترهګرۍ پر ضد جګړه د ولس د غږ د ځپلو جواز نه شي کېدای. د هغه په وینا، د خیبر پښتونخوا د خلکو د رایو درناوی د اساسي قانون او قانوني اصولو غوښتنه ده، او د هېواد د ثبات لپاره د اساسي قانون حاکمیت او د صوبو د خپلواکۍ ساتنه اړینه ده.
