کوټه (وېب نیوز)پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي او ګورنر راج لګول غیر آئیني او د ولسواکۍ خلاف اقدام بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی. د ګوند د مرکزي دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې ولس او سیاسي ګوندونه د آئیني او ولسواکو لارو د احتجاج حق لري، نو د دغه حق په کارولو د صوبې د منتخب حکومت ختمولو ته هېڅ جواز نه شته. ګوند اعلان کړی چې د تحریک تحفظ آئین پاکستان او نورو سیاسي او ولسواکو ګوندونو سره تر مشورې وروسته به د آئیني لارو چارو له مخې د احتجاجي تحریک تیاری کوي. اعلامیه کې له خیبر پښتونخوا څخه د ګورنر راج او ایمرجنسي د سمدستي ختمولو، د عمران خان، وزیراعلیٰ سهیل آفریدي، د عمران خان د خویندو، نیول شویو کارکوونکو او د هېواد د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه شوې ده. ګوند د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) کړنې د هغوی له ولسواکو شعارونو سره په ټکر کې بللې او د آئین د بیا بحالۍ، د خلکو د مینډېټ د درناوي، د پارلمان د برلاسۍ، د عدلیې او رسنیو د خپلواکۍ، صوبایي خودمختارۍ او د قومونو د برابرۍ پر بنسټ د رښتینې وفاقي ولسواکۍ غوښتنه یې کړې ده.
