تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

په خیبر پښتونخوا کې ګورنر راج د اساسي قانون او ولسي مینډېټ پر ضد دی، احمد خان

کوټه (وېب نیوز) د افغان قومي موومنټ مرکزي مشر احمد خان په خیبر پښتونخوا کې د ایمرجنسي او ګورنر راج لګول غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات ولسواکۍ، اساسي قانون او د خلکو مینډېټ ته زیان رسوي. نوموړي ادعا کړې چې د بلوچستان حالات هم ډېر د اندېښنې وړ دي، خو ورته مناسبه پاملرنه نه کېږي. احمد خان پر سیاسي مخالفانو د فشار راوړلو پر ځای د خلکو د حقونو او د اساسي قانون د حاکمیت د درناوي غوښتنه کړې ده.