کوټه (وېب نیوز) عوامي نېشنل ګوند په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او ایمرجنسي پر لګولو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د منتخب حکومتونو د بدلون پرېکړه باید د خلکو د رایو او ولسواکو لارو له مخې وشي. د ګوند په بیان کې راغلي چې غیرولسواک اقدامات د ولسواک بنسټونو د کمزوري کېدو او سیاسي بېباورۍ د زیاتېدو لامل کېدای شي. ګوند د اساسي قانون د حاکمیت، د پارلمان د خپلواکۍ او د خلکو د مینډېټ پر درناوي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې سیاسي ستونزې باید د زور پر ځای د خبرو اترو له لارې حل شي.
