پشین (وېب نیوز) امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د پشین په سرانان سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال له وسلو او مهماتو ډکه موټر نیول شوې ده. د سرچینو په وینا، ایف سي بلوچستان او امنیتي ځواکونو په ګډ عملیات کې پر یوه ګودام چاپه وهلې او درې آر پي جي لانچرونه، څلور لایټ ماشینګنې، یوه بله ماشینګنه، لاسي بمونه، راکټونه او په زیاته اندازه مهمات یې ترلاسه کړي دي. چارواکي وایي، په سیمه کې د احتمالي وسلهوالو د موجودیت په اړه د پلټنې عملیات روان دي.
