کوټه (وېب نیوز) د خیبر پښتونخوا په پلازمېنه پېښور کې د بېړني حالت او ګورنر راج له نافذېدو وروسته امنیتي تدابیر سخت شوي، د موبایل ټیلیفون خدمتونه بند، ریډ زون تړل شوی او بېلابېلې لویې لارې او څلورلارې د کانټینرونو په وسیله تړل شوې دي. د ټرانس پېښور د ویاند په وینا، د سړکونو د بندېدو او امنیتي وضعیت له امله د بي آر ټي خدمتونه هم ځنډول شوي دي. بل لوري ته، د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ۱۸ افسرانو د تبدیلۍ او ګومارنې حکمونه هم صادر شوي دي. د حکمونو له مخې، ناصر محمود ستي د اېف آر پي کمانډنټ، سید فدا حسن شاه د عملیاتو ډي آی جي، جهانزیب نذیر خان د هزارې آر پي او، شاکر حسین داوړ د کوهاټ آر پي او، زاهد نواز د ملاکنډ آر پي او او محمد اظهر د عملیاتو اې آی جي ټاکل شوي دي. محمد وقاص خان د مانسهرې، محمد جمیل اختر د بونیر، نیاز محمد د کرک، محمد خالد د لوئر چترال او تیمور خان د هري پور ډي پي اوګان ټاکل شوي، په داسې حال کې چې مشتاق احمد د پېښور سیمې د ایلیټ فورس ایس پي ګومارل شوی دی. د اې آی جي لوژستیک ریشم جهانګیر او د هري پور ډي پي او شفيع الله ته د پېښور سي پي او ته د حاضرېدو، او د اضافي آی جي ډاکټر فصیح الدین، ډي آی جي لیګل همایون مسعود سندهو او د کوهاټ آر پي او عرفان طارق ته د اسلام آباد اسټېبلشمنټ ډویژن ته د راپور ورکولو لارښوونه شوې ده. په سوات کې هم د بری کوټ، خوازه خېلې او مټې سیمو ته کانټینرونه رسول شوي، څو سړکونه وتړل شي.
