کوټه (ویب نیوز): پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ په بولان میډیکل کمپلیکس (بي ایم سي) روغتون کوټه کې د نیورو سرجرۍ څانګې له مشر پروفیسور ډاکټر مصطفیٰ وردګ سره د شوې بدسلوکۍ، بد تمیزۍ او تحقیر امېز رویې په سختو الفاظو غندنه کړې او دا عمل یې د طبي ادارو له وقار، د سینئر استادانو له درناوي او له مسلکي ارزښتونو سرغړونه بللې ده. په بیان کې ویل شوي چې د پروفیسور ډاکټر مصطفیٰ وردګ په څېر د یو تجربهکار او تکړه ډاکټر د نورو خلکو پر وړاندې تحقیر او سپکاوی خورا د افسوس وړ دی ځکه په هېڅ مهذب ولس او طبي اداره کې د داسې چلند ځای نشته چیرته چې د ډاکټرانو پر اوږو د انسانانو د ژوند د ژغورلو درنه مسؤلیت وي، او اداري واک هېڅ چا ته دا حق نه ورکوي چې د شخصي اختلافاتو په بڼه د بل چا عزت نفس تر پښو لاندې کړي. پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ له حکومت، د روغتیا وزیر، د روغتیا سکرتر او د روغتون له ادارې څخه غوښتنه کړې چې د پېښې سمدستي او بې پلوې پلټنې وکړي او مسؤلینو ته د قانون مطابق سخته سزا ورکړي ترڅو په راتلونکي کې څوک د سینئر معالج یا استاد د سپکاوي جرئت ونه کړي، او له پروفیسور ډاکټر مصطفیٰ وردګ سره یې د بشپړ پیوستون په څرګندولو سره په اداره کې د درناوي او نظم د ټینګښت لپاره د بېړنیو اقداماتو ټینګار کړی دی.
