تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

چمن: د صادق کرکټ لوبغالي کې د انټر سکول کرکټ ټورنمنټ په زړه پورې پایلوبه، د خیرو جان باغچې دولتي ښوونځی اتل شو

چمن (سید سردار محمد خوندئی) د ډسټرکټ کرکټ ایسوسی ایشن چمن تر سارښت لاندې د صادق کرکټ لوبغالي کې روان د انټر سکول کرکټ ټورنمنټ پایلوبه په شاندارو مراسمو سره پای ته ورسېده.

په پایلوبه کې د خیرو جان باغچې دولتي ښوونځي لوبډلې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د علم سکول لوبډلې ته یې په ۳ ویکټو ماتې ورکړه او د ټورنمنټ اتلولي یې په خپل نوم کړه. د لوبې په ترڅ کې د دواړو لوبډلو ترمنځ ډېره سخته او په زړه پورې سیالي وشوه.

د پایلوبې ځانګړي مېلمانه ډپټي ایجوکیشن آفیسر عبدالاحد او د ډسټرکټ کرکټ ایسوسی ایشن چمن چئیرمین احمد خان وو. په دې موقع محمد طاهر، عبدالنافع ملنګ، محمود خان خپلواک او د ډسټرکټ کرکټ ایسوسی ایشن پریس سیکرټري عبدالهادي اڅکزي هم موجود وو. قدرمنو مېلمنو د دواړو پایلوبیزو لوبډلو له لوبغاړو سره پېژندګلوي وکړه او په زړه پورې یې وهڅول.

د پایلوبې د لیدو لپاره په سلګونو د کرکټ مینه وال لوبغالي ته راغلي وو چې له لوبې څخه یې خوند واخیست. د ځوانو لوبغاړو جوش او جذبه، غوره لوبې او شاندارې سیالۍ د لوبغالي رونق نور هم زیات کړ.

په دې موقع د ډسټرکټ کرکټ ایسوسی ایشن چمن له لوري د پاکستان کرکټ بورډ چئیرمین محسن نقوي او ډائریکټر ډومیسټک کرکټ عبدالله شیرون نیازي ته د عقیدت پیرزوینه وړاندې شوه.

د ایسوسی ایشن په ګډه اعلامیه کې وویل شول چې د انټر سکول کرکټ ټورنمنټ د ځوانو لوبغاړو د روښانه راتلونکي بنسټ دی. د دا ډول سیالیو څخه زده کوونکو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو، قیمتي تجربې ترلاسه کولو او په راتلونکي کې د ولسوالۍ، ریجن او ملي کچې د لوبېدو موقعې برابریږي.

د ډسټرکټ کرکټ ایسوسی ایشن چمن ضلعي صدر عبدالودود خان او چئیرمین احمد خان اعلان وکړ چې د ځوانو لوبغاړو د هڅونې او د کرکټ د پرمختګ لپاره به په راتلونکي کې هم نور ټورنمنټونه او د لوبو موقعې برابرې کړي، تر څو د چمن بااستعداده لوبغاړو ته د مخکې تلو ښه موقع ترلاسه شي.

ایسوسی ایشن دا هوډ تکرار کړ چې میرټ، روڼتیا، د ځوانانو هڅونه او د کرکټ پرمختګ ته لومړیتوب ورکولو سره به د لوبو میدانونه آباد ساتي.

پریس سیکرټري عبدالهادي اڅکزي دواړو لوبډلو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د انټر سکول کرکټ ټورنمنټ موخه په زده کوونکو کې د زده کړو تر څنګ د لوبو شوق پیدا کول دي څو هغوی د تعلیم تر څنګ په صحي فعالیتونو کې هم په وړاندې برخه واخلي.

هغه وویل چې “د لوبو ملاتړ زموږ منشور، د ځوانانو روښانه راتلونکی زموږ پېژندنه” تر شعار لاندې ځوانان مثبتو فعالیتونو ته هڅول د وخت مهمه اړتیا ده. د ټورنمنټ بریالیتوب دا ثبوت دی چې که ځوانانو ته مناسب موقعې، لارښوونه او هڅونه ورکړل شي نو دوی کولی شي د خپلې سیمې او هیواد نوم روښانه کړي.