تازه خبرونه ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶

ډیره بګټي کې له شل کلونو راهیسې پټ فراري قوماندان نور خان بګټي له ۶۰ کسانو سره تسلیم شو

ډېره بګټي (وېب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په وړاندې د سوئي په پاکستان هاوس کې فراري قوماندان نور خان بګټي له خپلې کورنۍ او ملګرو سره، چې ټول شمېر یې ۶۰ تنه ښودل شوی، تسلیم شو. د راپور له مخې نوموړي او ملګرو یې وسلې وسپارلې، له پاکستان سره یې د وفادارۍ لوړه وکړه او د ملي بهیر برخه کېدو اعلان یې وکړ. د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیراعلیٰ سلاکار بابر یوسفزي دغه پرمختګ د سولې او ثبات لپاره مثبت ګام وباله او ویې ویل چې د بلوچستان راتلونکی له ټوپک سره نه، بلکې له سولې، تعلیم، پرمختګ او سوکالۍ سره تړلی دی.