کوټه (وېب نیوز) حکومت د تېلو په بیو کې بدلون راوستی، چې له مخې یې د پټرولو بیه په هر لېټر کې ۲ روپۍ او ۹۳ پېسې کمه شوې، خو د های سپیډ ډیزل بیه ۶۱ پېسې لوړه شوې ده. د نوې پرېکړې له مخې، د پټرولو یو لېټر به په ۳۹۵ روپۍ او ۳۷ پېسو او د های سپیډ ډیزل یو لېټر به په ۳۹۶ روپۍ او ۳۵ پېسو پلورل کېږي. د تېلو او ګازو تنظیموونکې ادارې (اوګرا) د نویو بیو رسمي خبرتیا خپره کړې، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۱۳مې نېټې څخه به نافذه وي.
