تازه خبرونه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶

د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د الوتکې د پېښې د شهیدانو لپاره فاتحه وشوه

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د سپیکر کېپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزي په مشرۍ ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اسمبلۍ غړي سردار عبدالرحمان کېتران د نوې کلی ته نږدې د پوځ د روزنیزې الوتکې په پېښه کې د دوو پیلوټانو پر شهادت خواشیني څرګنده کړه، ورپسې په ایوان کې د شهیدانو د مغفرت او لوړو درجو لپاره فاتحه ولوستل شوه.