کوټه (وېب نیوز) د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي چې په صوبه کې د بېړني حالت له نافذېدو وروسته د حکومت لومړیتوب د امن او نظم ټینګول دي، په داسې حال کې چې د پولیسو په معاشونو او د شهیدانو په مرستو کې به زیاتوالی راولي او د شهیدانو ماشومانو ته به وړیا زده کړې برابروي. نوموړي په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې د تحریک انصاف تګلارې له کابل او جلالآباده راتلې، خو اوس به د صوبې اړوند تګلارې د وفاقي حکومت له لوري په اسلامآباد کې جوړېږي. هغه وویل چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې به د پولیسو، پوځ، فرنټیر کور او نورو امنیتي ادارو ملاتړ کوي او د امن پر موضوع به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي. فیصل کریم کنډي زیاته کړه چې د پرمختیايي پروژو بشپړول، په دولتي ادارو کې د ادعا شوې اداري فساد او جعلي ګومارنو مخنیوی، او د روغتیا او زده کړو د برخو د ستونزو حل هم د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي. د هغه په وینا، حکومت به هڅه وکړي چې په دریو میاشتو کې د تېرو ۱۳ کلونو د ستونزو د حل لپاره څرګند پرمختګ وکړي. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بېړني حالت له نافذېدو وروسته سیاسي کړکېچ زیات شوی دی.
